ډاکټر فرامرز تمنا لنډ پېژندلیک

ډاکټر فرامرزتمنا په هرات کی نړۍ ته راغلی. دامهال دبهرنیو چارو وزارت دستراتژیکو مطالعاتو مرکز ریس دی. په جلا جلا توګه یی په ترتیب سره ، د تهران اوهندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتونوڅخه د نړیوالو اړیکو او بین المللی مطالعاتو په څانګو کی د ډاکټرۍ سندونه تر لاسه کړي دي. ډاکټر تمنا له ۱۰ کالو رادیخوا په بېلابېلو پوهنتونونو کې په تدریس لګیا دی او دا مهال د افغانستان پوهنتون، چې یو څيړنیز مرکز هم دی ،افتخاری ریاست هم پر غاړه لري. دی دعقلانیت او پراختیا د بنسټ ، د محصلینو د بین المللی اسامبلی او دهنرمندانو او دافغان شنونکو د انجمن په ګډون د څو فرهنګی ،تحصیلی اوبین المللی څیړنیزو مرکزونو بنسټ اېښودونکۍ هم دئ.
دافغانستان په اوسنی سیاسی نظام کی يوشمیر وزیران، د ولسی جرګی یو تعداد وکیلان، مرستیال وزیران، رییسان او همدارنګه په افغانستان کی دنړیوالو اړیکو یو شمیر غښتلی استادان د دکتور فرامرز تمنا زده کوونکي دی.
ډاکټر تمنا له ۲۰۰۲ ز کال رادیخوا دافغانستان بهرنیو چارو وزارت په مدیریتي برخه کې بیلابیل مسولیتونه تر سره کړی دي. دستراتژیکو مطالعاتو مرکز مشرتابه توب مخکی ېې دبهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویندوی دنده ترسره کړی ده. ده په ۲۰۰۸ ز کال کې فرهنګي چارو دمتخصص په توګه سیمه ایزو افتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سره هم دنده تر سره کړې ، دسیمی او نړۍ عمده فرهنګي ،علمي ،سیاسی او اقتصادي مسلو سره په علمي او عملي توګه پېژندګلوي لری.داکټر فرامرز تمنا د «سیاست خارجی ایالات متحده درقبال افغانستان(۲۰۰۸ ) »او «سیاست خارجی افغانستان: درسپهر همکاریهای منطقه یی (۲۰۱۴) » په نومونو د دوو کتابونو لیکوال او مجری هم دی. له ۳۰ زیاتی علمي اوڅیړنیزې مقالې ېې په ملي او بین المللي علمي- څېړنیزو خپرونو کې خپری کړي دي.
ډاکټر تمنا علمي جوړښتونو مدیریت سره بشپړ بلدتیا لري او باور لري « ترڅوچې افغانستان کې پوهې سره اړوند جوړښتونه اصلاح او کارندوی نشي په نورو برخو کې پانګونه دهیواد پر پراختیایي بهیر بنسټیز اغیز نشی پرېباسلئ » دی د زدکړې او تحصیلاتو په ډګر کې پانګونه یوه د« واقعي پانګونې پروژه » شمیري . او وایي چې مونږ «کار پنځونکو» پوهنتونونو ته اړتیا لرو نه هغه پوهنتونونه چې «کار لټونکي » وروزي. ځکه چې وزګاره زدکړیالان لا ډېر کولای شي دعادی وزګارو خلکو پرتله د هر هېواد ټولنیز اوسیاسي ټیکاو وګواښي. ډاکټر فرامرزتمنا په هرات کی نړۍ ته راغلی. دامهال دبهرنیو چارو وزارت دستراتژیکو مطالعاتو مرکز ریس دی. په جلا جلا توګه یی په ترتیب سره ، د تهران اوهندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتونوڅخه د نړیوالو اړیکو او بین المللی مطالعاتو په څانګو کی د ډاکټرۍ سندونه تر لاسه کړي دي. ډاکټر تمنا له ۱۰ کالو رادیخوا په بېلابېلو پوهنتونونو کې په تدریس لګیا دی او دا مهال د افغانستان پوهنتون، چې یو څيړنیز مرکز هم دی ،افتخاری ریاست هم پر غاړه لري. دی دعقلانیت او پراختیا د بنسټ ، د محصلینو د بین المللی اسامبلی او دهنرمندانو او دافغان شنونکو د انجمن په ګډون د څو فرهنګی ،تحصیلی اوبین المللی څیړنیزو مرکزونو بنسټ اېښودونکۍ هم دئ.
دافغانستان په اوسنی سیاسی نظام کی يوشمیر وزیران، د ولسی جرګی یو تعداد وکیلان، مرستیال وزیران، رییسان او همدارنګه په افغانستان کی دنړیوالو اړیکو یو شمیر غښتلی استادان د دکتور فرامرز تمنا زده کوونکي دی.
ډاکټر تمنا له ۲۰۰۲ ز کال رادیخوا دافغانستان بهرنیو چارو وزارت په مدیریتي برخه کې بیلابیل مسولیتونه تر سره کړی دي. دستراتژیکو مطالعاتو مرکز مشرتابه توب مخکی ېې دبهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویندوی دنده ترسره کړی ده. ده په ۲۰۰۸ ز کال کې فرهنګي چارو دمتخصص په توګه سیمه ایزو افتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سره هم دنده تر سره کړې ، دسیمی او نړۍ عمده فرهنګي ،علمي ،سیاسی او اقتصادي مسلو سره په علمي او عملي توګه پېژندګلوي لری.داکټر فرامرز تمنا د «سیاست خارجی ایالات متحده درقبال افغانستان(۲۰۰۸ ) »او «سیاست خارجی افغانستان: درسپهر همکاریهای منطقه یی (۲۰۱۴) » په نومونو د دوو کتابونو لیکوال او مجری هم دی. له ۳۰ زیاتی علمي اوڅیړنیزې مقالې ېې په ملي او بین المللي علمي- څېړنیزو خپرونو کې خپری کړي دي.
ډاکټر تمنا علمي جوړښتونو مدیریت سره بشپړ بلدتیا لري او باور لري « ترڅوچې افغانستان کې پوهې سره اړوند جوړښتونه اصلاح او کارندوی نشي په نورو برخو کې پانګونه دهیواد پر پراختیایي بهیر بنسټیز اغیز نشی پرېباسلئ » دی د زدکړې او تحصیلاتو په ډګر کې پانګونه یوه د« واقعي پانګونې پروژه » شمیري . او وایي چې مونږ «کار پنځونکو» پوهنتونونو ته اړتیا لرو نه هغه پوهنتونونه چې «کار لټونکي » وروزي. ځکه چې وزګاره زدکړیالان لا ډېر کولای شي دعادی وزګارو خلکو پرتله د هر هېواد ټولنیز اوسیاسي ټیکاو وګواښي.

لیکنې


په ۱۳۸۷ هـ ل کال کې زما لومړی کتاب د «سیاست خارجی امریکا در افغانستان» په نوم خپور شو. په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژوکو مطالعاتو په مرکز کې د یو څېړنیز ټیم په مشرۍ مې د «افغانستان د بهرني سیاست» په تړاو له اووه ټوکه کتاب څخه لومړۍ ټوک د «در سپهر همکاری های منطقه یی» په نوم ترتیب او چاپ کړ. په درې جلدو کې یو ټولګه د «حکمت و حکمروایی» عنوان تر لاندې اوس هم د چاپ په لړۍ کې لرم. د دې ټولګې د لومړي ټوک فرعي عنوان «در سپهر سیاست خارجی افغانستان» دی، دویم ټوک «در سپهر توسعهٔ افغانستان» او درېم ټوک «جایگاه امنیت در سیاست خارجی افغانستان» نومېږي چې په نږدې راتلونکي کې به خپور شي. دا وروستنی کتاب ما او زما مېرمنې آرزو په ګډه لیکلی دی. همدا رنګه ډېری تر دېرشو تحلیلي او څېړنیزې مقالې مې د سیاست، نړېوال امنیت او سیاسي مسائلو په هکله او همدارنګه د افغانستان بهرني اړیکو په هکله موضوعاتو کې مې لیکلي چې په ملي او بین المللي علمي معتبرې منابعو کې خپاره شوي دي. یوه مقاله مې د «تحول مفهوم کنشگر و مسأله امنیت در روابط بین الملل» په موضوع کې زما د قدرمنو استادانو هر یو ډاکټر حمیرا مشیرزاد او ډاکټر نبی الله ابراهیمي په همت د نړېوالو اړیکو د ماسټرۍ په دوره کې د (تحول مفاهیم) په مضمون کې راټول شوي وو او د درسي متن په بڼه تدریس شو. په تېرو کلونو کې چې نړۍ بېلابېلو علمي ټولنو سره مې اړیکه درلودله، ډېری تر دېرشو نړیوالو علمي کنفرانسونه ته بلل شوی یم او په دې کنفرانسونو کې یو له خاصو غړو څخه وم.

پخوانۍ دندې


په لسو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې، له هراته تر کابله، له لیسانسه تر ماسترۍ د تدریس په موده کې چې زما په ذهن کې ځانګړی ځای لري، زما په ژوند کې د تدریس لومړۍ تجربه ده. ما په ۱۳۸۷ و ۱۳۸۸ هـ ل کال کې د هرات له پوهنتون څخه د تدریس لړۍ پیل کړه. په دې دوه کلونو کې همدارنګه په ایکو سازمان کې مې هم کار کاوو، اونۍ کې دوه ورځې به له تهران څخه هرات ته راتلم ترڅو د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې تدریس وکړم. د تخصصي لوستونو تدریس لکه په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې د څېړنې کړنلاره، قنسولي او دیپلوماتیک حقوق، د نړیوالو کړکېچونو مدیریت، د بهرني او نړیوال سیاست اصول، نړیوال سیاسي اقتصاد، سیاسي پراخوالی او اداري بدلون او د دې ترڅنګ زده کړیالان او د هرات پوهنتون محصلیونو سره ناستې او خبرې زما د ژوند خواږه یادونه دي. د محصلینو پلټونکي ذهنونه، سترې خبرې او علمي بحثونه به مې هیڅ کله هېر نشي. د هغوی د زده کړې لپاره تاندې هسې زه دې ته هڅولی وم چې په هره اوونۍ کې ۳۵۰۰ کیلومټره له تهران څخه هرات ته په ډېره مینه ورشم او خپل تدریس وکړم. زما د محصلیونو دوامدارې هڅې د ښه پوهاوی لپاره په کابل او هرات کې ما ته داسې ډاډګېرنه راکړه چې زه کولای شم ټول عمر په دوامداره توګه محصل پاتې شم زده کړې وکړم او دا کړنلاره خپلو محصیلونو ذهنونو کې هم ځای پر ځای کړم. له همدې کبله زه د خپلو ټولو محصلیونو په وړاندې چې زما څخه یې ژورې پوښتنې او پر ما یې عالمانه نیوکې کولې د مسوولیت احساس کوم. دوی ول چې زما د بحثونو لکه د نیوکو، یو بل منل، د آسانتیاوو جوړونې فرهنګ، غوره والی، عقلانیت، د غبرګونو مخنیوی، هرکلی کوو او د «د افغانستان د اوسېدونکو د شخصیت بدلون پر مکتب» باوري شول او وروسته د خپلو د کمیوو په جوړولویی پیل وکړ. زما ځینې محصلین د افغانستان په اوسني نظام کې وشو کولای چې، وزیر، د پارلمان استازی، سناتور، سفیر او یا معین او ریس وټاکل شي او خپلې هستۍ مې د افغانستان د پرمختیا په موخه په خدمت کې کړې.
زه پر دوی ټولو ویاړم او له دوی څخه غواړم چې د خپل کاري ژوند په بهیر کې پرته د افغانستان د پرمختیا او د هېواد د اوسېدونکو د ژوند ښه والي څخه بل هیڅ فکر ونلري.

بدان ارزی که می ورزی


د محصلۍ دورې راهیسې پدې باور وم چې د خپل د وسې په اندازه باید هڅه وکړم چې د خپل علمي او اجرایي سیاست ترمنځ د یو ځای کېدو ټکي ته زر ونه دانګم خو دا هیله مې تر سره ونه رسېدله او ډېر ژر مې د سیاست ډګر ته ودانګل. ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټامبر له یوولسمې پېښې وروسته د هېواد ډېرو وګړو په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې پوهنتونونو یې لوستلي ول د خدمت لپاره یو عجیبه شان شوق پیدا شو. عجیبه شان فضا وه، هیلې او ځیني وېرې هم د ملت مخې ته شتون لرلې، په لومړیو کې مونږ په دې نه پوهېدو چې زمونږ هیواد د نړۍ یو مهم هېواد دی چې نړیوالو ملتونو او د غرب ټولګي سره په اړیکو کې مونږ ته کوم فرصتونه مخ کې دي. د وېر او هیلو په دې فضا کې د حوت میاشت په ۱۳۸۰ هـ ل کال کې د هېواد په اجرائیوي دستګاه کې د ننه شوم او د ۱۳۸۱ هـ ل کال په لومړیو کې په ایران کې د افغانستان د سفارت د کلتوري چارو غړی او په همدې سفارت کې دریم سکرتر ۱۳۸۵ هـ ل کال تر مني موسم پورې مې دنده ترسره کړه. په ۱۳۸۵ هـ ل کال کې د ډکتورا په کچه مې خپل لوست پیل کړ او له همدې کبله دوه کاله له دندې څخه لرې پاتې شوم. په کال ۱۳۸۵ هـ ل کې د وري په میاشت کې بیاځلي د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته راغلم او دم ګړۍ د نړېوالو اقتصادي همکاریو سازمان په ایکو کې د «کلتوري چارو کارپوه» پست ته نوماند شوم. څه د پاسه دوه کاله مې په دې سیمه ییز سازمان کې کار وکړو او د ۱۳۸۹ په اوړي موسم کې کابل ته راغلم او د پخوا په شان د بهرنیو چارو په وزارت کې خپل فعالیتونه پیل کړل. د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډيپلوماسۍ په انستیتیوت کې استاد او د دې وزارت د ویاند د مرستیال په توګه وټاکل شوم تر هغه چې د په ۱۳۸۹ د اوړي په موسم کې د دې وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو ریس وټاکل شوم. چې په دې برخه کې د ښاغلي زلمي رسول چې د وخت بهرنیو چارو وزارت وزیر او ښاغلی جاوید لودین چې پر مایې اعتبار وکړ د زړه له کومې ترې مننه کوم. په دې موده کې او د بهرنیو چارو د وزارت د کار په موده کې په بېلابېلو پوهنتونو کې مې درس هم ورکوو تر څو د لا زده کړې په موخه نور هم زده کړم او اغېزمنې پایلې ترلاسه کړم. په ۱۳۹۱ کې مې د خپلو یو شمېر ملګرو سره په دې بریالی شوم چې یو خصوصي پوهنتون جوړ کړم. د پوهنتون د جوړښت څخه تر اوس مهاله په دې پوهنتون کې هم د لیسانس په کچه او هم د ماسټرۍ په کچه تدریس کوم. مونږ په دې هڅه کې یو چې په لومړۍ کې دا پوهنتون «د ديپلوماسۍ او نړیوالو مطالعاتو د عالي تحصیلاتو تخصصي موسسه» نومېده، خو په راتلونکي کې له دې پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او په افغانستان کې د بهرني سیاست د رشتې یو علمي بنسټ ته بدلون ومومي. له همدې کبله، د نړیوالو اړیکو او د بهرني سیاست تکړه استادان دې پوهنتون کې راټول کړي ترڅو مونږ سره د خپلو موخو په رسېدلو کې مرسته وکړي. د دې لیکنې په پای کې، د خپلو خبرو اصلي ټکو ته چې په دې لیکنې کې پرې بحث شوی پام وکړم. ما وویل چې د سیاست په ډګر کې زما د علمي او اجرائي ژوند د یوځای کېدو ټکی، باید د امکان تر وسې سره ځنډ شوی وای. زه په دې باور وم چې علم او عمل یو ځای کولو کې ځنډ او ښه فکر کول د دواړو برخو په ښه والي کې ښې پایلې لري. د افلاطون فلسفه هم پر همدې منطق پورې تړاو لري. سیاست پوهانو ته په سیاست کې په خپل اصلی وخت سره وردانګلو کې، د هېواد د سیاسي چارو په کنټرول کې ښې پایلې ځان سره لري. دا چې د دیموکراسۍ د پلي کولو په بهیر کې یو او زمونږ هېواد نړۍ سره په نویو اړیکو سره په خاصه توګه چې (هم پوهې له اړخه او هم د ټکنالوژۍ او صنعت له اړخه) ځواکمند قدرتونه یې تجربه کړي دي، زما د یو پوه استاد په خبره دا ډېره اړینه ده چې باید یو بل سره و ارزول شي چې، د هېواد د مدیریت غوره کسان کوم دي؟ څه ډول پریکړې کوي؟ څه ډول فکر وکړي؟ د نړۍ څخه د دوی پېژندګلوی تر کومه کچه ده؟ تر کومه حده هېواد او نړۍ پورې تړلي دي؟ تر کومه حده د هېواد ساتنې، سیستم، جوړښت او قوانینو سره پېژندګلوی لري؟ دوی د عقلي، کورنیز، تخصصي تربیت څخه بهره مند دي او یا که په تصادف ډول وارخطا سیاست ته یې دانګلي دي. په یو بل عبارت کې، د هغه کسانو وړتیا چې حکومتونه پر مخ وړي ډېره خاصه وړتیا ده. له همدې کبله د هغه شمېر کسانو چې د سیاست په چارو کې ښه علمي وړتیا لري، کار اخېستل د داسې یو هېواد مدیریت لپاره چې کلونه یې بې نظمي او ناوړه جوړښتونه تجربه کړي، د لوړپوړو اجرایي مدیرانو قوي اراده د مدیریتونو په کچه د قوي بدلونونو راوستل څرګندوي او په یو بل عبارت د دوی پریکړې د هېواد ښه جوړښت کې څرګندوي. دا کړنه د ۲۰۰۱ زېږدیز کال څخه وروسته د هېواد په نوي بدلونونو کې ډېر اړین تر پامه رسېږي. ما په خپلو څېړنو کې د افغانستان د پرمختګ د عواملو په هکله ډېری د هیواد په کورنۍ جګړې او تاوتریخوالو ټینګار کړي او همدا مې لاملونه ګڼلي. د پرمختیایي مسایلو څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې له دېرش په اوویا کې پرمخ تللي هېوادونه، په وړتیاو، برنامې جوړونو، انسجام او د عقلانیت په داخلي چاپېریال پورې تړاو لري او یوازې دېرش په سلو کې نړۍ سره په اړیکو پورې اړه لري. ځکه چې که په خپل منځ کې یووالی ونلرو، بهر سره په تړلو سره نشو کولای اغېزمنه لاس ته راوړنه ولرو. له همدي عمله کومې برخې چې باید په ټینګار سره ولوستل شي یا مطالعه شي «سیاسي فرهنګ» او «او شخصیتونو جوړښتونه» دي. مونږ په څو تېرو لسیزو کې په ترتیب سره مو خپل سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښتونو کې بدلون راوست، او د دوی منفي پایله مو هم ولیدله. خو داسې جوته کېږي چې که د شخصیتونو جوړښتونو کې بدلون رامنځ ته نکړو نو زمونږ سیاسي او اقتصادي جوړښتونه به په ښه توګه مخکې لاړ نشي او یا لږ تر لږه به تل پاتې نه وي. د دې امر لپاره اړینه داده چې افغان وګړي خپل ژوند۲۱مې پېړۍ اقتصاد سره سمون ورکي، دا هغه کسان دي چې حساب کول، وخت پېژندنه، پوهنه، عقلانیت، نیوکه مننه، تفکر، د ګډکار منطق، مشوره، یو بل منل او سیستماتیک کار سره بلدتیا لری او له رادیکال څخه تېښته لري. د یو پرمخ تللي انسان ځانګړې ځانګړتیاوی د رادیکال افکارو او عاداتو څخه تېښته ده. په ځانګړې توګه که د یو هېواد حاکمان رادیکال خواته تمایل ولري نو د خپل د ملت پرمختیا مخې ته به یو لوی آفت وي او د پرمختیا په مخ یو خڼډ ګرځي. له همدې کبله عقلانیت د حکومت په پړاو کې، تر عقلانیت د ټولنې په پړاو کې ډېره اړینه بلل کېږي. که څه هم په ټولنې کې عقلانیت ته تمایل چې د هوساینې لویه زېرمه و ګڼل نشو کولائ شي سترګې پتې کړو. آرام خلق او خوی عقلانیت ته په تمایل کې د ښو پایلو له راتږ څخه نشي کولای منکر شي. نو په کومه ټولنه کې چې عقلانیت د وګړو جامې وي او سیاست یې تخصصي برخه وي، اختلافات په چټکۍ، منطقي ډول، په کم لګښت او پرته له شخړو له منځي ځي.
په پای کې:
خدایا! ماته هغه څه راکړه چې زما لپاره ښه وي، او ما هر چاته یوازې پرې نږدې

فرامرز د افغانستان لپاره